د بخښني نړیول سازمان وایي، په ۲۰۲۳ کي په نړۍ کي یو زر ۱۵۳ کسان اعدام سوي

د بخښنې نړیوال سازمان وایي، چي پروسږ کال په نړۍ کي د اعدام زیاتي سزاوي عملي سوې چي په هغو کي ۷۴ سلنه یوازي په ایران کي ثبت سوي دي.
دې ادارې ویلي، چي په ۲۰۲۳ کي په ټوله نړۍ کي یو زر او ۱۵۳ کسان اعدام سوي چي دا په تېره نږدې یوه لسیزه کي تر ټولو لوړه شمېره ده.
د دغه ادارې د معلوماتو له مخي په ۲۰۲۳ کي دا سزاوي په چین، ایران، سعودي عربستان، سومالیا او امریکا کي ډیري پلي سوي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان له خوا د خپرو سویو شمېرو پر اساس په ۲۰۲۳ کي یوازي ۸۵۳ کسان د ایران له خوا اعدام سوي چي دا په دې یو کال کي په ټوله نړۍ کي ۷۴ سلنه جوړوي.
د ۲۰۲۲ کال په پرتله د ۲۰۲۳ په اعدامونو کي ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی.