د بخښني نړۍوال سازمان د پښتون ژغورني غورځنګ د غړو د نادرکۍ په اړه د څېړنو غوښتنه کړې

د بخښني نړۍوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چي د پښتون ژغورني غورځنګ د هغو شپږ غړو برخلیک روښانه کړي چي شاوخوا لس ورځي مخکي د پېښوره څخه نامعلوم ځای ته تښتول سوي وو.
دغه سازمان ويلي، چي د دغو کسانو ځای او وضعیت لا هم نامعلوم دئ، او په وينا ئې چي د مبارزينو او فعالانو دغه ډول ورک کېدل او د هغوی سانسور کول د انساني کرامت او ازادۍ خلاف عمل دئ.
د بخښني نړۍوال سازمان د پاکستان د حکومت څخه غواړي چي ژر تر ژره په دغه موضوع کي خپلواک تحقیقات پیل کړي او عاملین دي دعدالت ته وسپاري