د بخښني نړۍوال سازمان وايي، چي د روان ۲۰۲۵ ميلادي کال د جون میاشتي تر پایه به په پاکستان کي د ۱.۴ میلیونه افغان کډوالو د ثبت او اقامې (PoR) کارتونو موده پای ته ورسیږي، چي له امله ئې به ئې دغه افغان کډوال د نامعلوم برخلیک سره مخ سي. دغه سازمان پر پاکستاني چارواکو ږغ کړی، چي دافغان کډوالو د دغو کارتونو موده وغځوي او د افغان کډوالو جبري ایستل دي سمدستي ودروي.
د بخښني نړۍوال سازمان د پاکستان څخه غوښتي چي د PoR کارتونو موده لږ تر لږه د یو بل کال له پاره وغځوي او د کډوالو د خوندیتوب او بشري حقونو د خوندي کولو له پاره دي خپل ژمني عملي کړي.