د بدخشان ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي

د بدخشان ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د دغه ولايت په تشکان ولسوالۍ کي د دوو کورنیو ترمنځ شخړه سوې، چي له امله ئې درو نفرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه شخړه کي دوه کسان وژل سوي او يو نفر بل ټپي سوی دئ. دغه پېښه د دوشنبې په ورځ ماځيګر مهال رامنځ ته سوې ده.
ط..البانو ويلي دي، چي د يادي پېښي په تړاو ئې څېړني پيل کړي دي.