د بدخشان په درایم ولسوالۍ کي یو مازدا موټر د سړک څخه اوښتی او کندي ته لوېدلی، چي له امله ئې ۱۵ کسان ټپیان سوي دي.
د ياد ولایت د ط..البانو په وينا پېښه تېره شپه شاوخوا یوه بجه د درایم او تشکان ولسوالیو ترمنځ د الوچهخم په سیمه کي سوې ده. هغوی وايي په موټر کي یو شمېر کارګران سپاره وو، چي له تخار ولایت څخه خپلو کورونو ته روان وو، خو موټر ئې له سړک څخه اوښتی او کندي ته لوېدلی دئ.