د بدخشان په شهربزرګ ولسوالۍ کي د واده په مراسمو کي د ط..البانو د ځواکونو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ نښته سوې، چي له امله ئې د ط..البانو یو چارواکی وژل سوی او څلور کسان ټپیان سوي دي.
د ځايي سرچینو په وینا، پېښه د شنبې په شپه د یادي ولسوالۍ په وندیان کلي کي د یوه کس د واده په مراسمو کي هغه مهال رامنځته سوه، چي ط..البان د موسیقۍ او پټاقیو د ټکانو د مخنیوي له پاره سیمي ته ورغلل.
سرچینې وايي، د ط..البانو د پولیسو د ترهګرۍ ضد مبارزې مدیر قاري عبدالهادي په دې نښته کي وژل سوی او د ط..البانو دوه غړي او دوه ځايي اوسېدونکي ټپیان سوي دي.
د سیمي د اوسېدونکو په وینا، له نښتي وروسته ط..البانو لږ تر لږه ۲۵ کسان نیولي.
ط..البانو تر اوسه د يادي پېښي په تړاو څه نه دي ويلي.