د بدخشان څخه سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په يفتل ولسوالۍ کي يو مسافر وړونکی موټر د سړک څخه اوښتی او چپه سوی دئ.
د سرچينې په وينا چي په ياده پېښه کي درې کسان وژل سوي او ۸ نور ټپيان سوي دي.
د سرچينې په خبره چي په موټر کي ناست کسان د بدخشان ولايت د درواز ولسوالۍ اوسېدونکي وو.