د بدخشان څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په شهربزرګ ولسوالۍ کي د کان کيندونکو يوه کښتۍ په اوبو کي ډوبه سوې.
د سرچينې په وينا چي په دغه کښتۍ کي ۱۳ کسان ناست وو، چي نهه ئې ژغورل سوي او پاته څلور کسان ئې تر اوسه پوري په اوبو کي ورک دئ.
دغه پېښه د جمعې په ورځ په ياده سيمه کي رامنځ ته سوې.
په ورته وخت کي ځايي ط..البانو هم ياده پېښه منلې ده او په خبره ئې چي د نادرکه سوو کسانو د موندلو په اړه ئې پلټني پيل کړي.