د بریتانیا د دفاع وزارت اعلان کړی، چي له دې وروسته به هغه افغانان چي پخوا ئې له بریتانوي ځواکونو سره کار کړی، له افغانستانه د هغوی د ایستلو مستقیمه مرسته نه کېږي.
د بريتانيا د دفاع وزیر لوک پولارد ویلي، دا کسان باید خپله یو دریم هیواد ته د تګ لاره ومومي، تر څو هلته د بریتانیا ویزې ته درخواست ورکړي او د انتقال پروسه تعقیب کړي.
دغه پرېکړه پر داسي مهال سوې، چي لا هم شاوخوا ۹۰۰۰ افغانان د بریتانیا د بیا مېشتېدو پروګرام ته په تمه دي او راتلونکی ئې نامعلوم پاته دئ.
بل لور ته د بشري حقونو فعالان خبرداری ورکوي، چي ډېری دغه کسان د امنیتي ګواښونو له امله د هیواد پرېښودو توان نه لري او دا نوې تګلاره به هغوی له جدي خطرونو سره مخامخ کړي.