د بریتانیا د سمندري سوداګریزو عملیاتو مرکز (UKMTO) وايي

د بریتانیا د سمندري سوداګریزو عملیاتو مرکز (UKMTO) وايي، د هرمز تنګي له لاري د تېرېدو پر مهال پر یوې کښتۍ نامعلومه توغندی لګېدلې چي له امله ئې د کښتۍ ماشین‌خونه زیانمنه او د عملې یو غړی ټپي سوی دئ.
دغه مرکز نن سهار ویلي، پېښه هغه مهال سوې چي کښتۍ له هرمز تنګي څخه د وتلو په حال کي وه.
د UKMTO په وینا، د کښتۍ نور د عملې غړي د عمان ساحلي ساتونکو له لوري ژغورل سوي دي.