د چین، روسیې او د برېکس سازمان د نورو غړو هیوادونو مشرانو له اسلامي امارت څخه وغوښتل چي پر افغان نجونو او ښځو د زدهکړو بندیز پای ته ورسوي.
هغوی د خلکو د اساسي حقونو په درناوي ټینګار کړی او په افغانستان کي يې د مسائلو د سولهییز او عاجل حل غوښتنه کړې ده.
د برېکس د ۱۶مي سرمشریزي د پای په اعلامیه کي د ښځو، نجونو او د دغه هیواد د بېلابېلو قومونو د حقونو په شمول د افغانستان د خلکو پر اساسي حقونو ټینګار سوی دي.
همداراز په افغانستان کي د بېړنیو او بېوقفې بشري مرستو پر وړاندي کولو هم ټینګار سوی دی.
د بریکس ۱۶مه غونډه چي د اکټوبر په ۲۲مه د روسیې د تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کي پیل سوې، تر نن، د اکټوبر ۲۴مي پوري دوام کوي او په هغه کي د ۳۶ هیوادونو او ۶ نړیوالو سازمانونو پلاوي ګډون لري.