د ښځو، د بشري حقونو د ملاتړ بنسټونو او یو شمیر مدني شبکو د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چي له ګواښونو سره مخ افغانان دي له دې هیواده نه باسي.
په هغه لیک کي چي د بشري حقونو نژدې څلویښتو بنسټونو د پاکستان حکومت ته استولی، غوښتل سوي هغه افغانان دي بیرته افغانستان ته نه استول کیږي چي د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
په لیک کي راغلي، پاکستان دي هغو کسانو ته مهلت ورکړي چي افغانستان ته په ستنیدو سره د تاوتریخوالي، تعقیب، سیاسي فشار او نورو جدي ستونزو سره مخ کیږي.
په لیک کي په پاکستان کي د هغو افغانانو د پاته کیدو د مهلت د غځیدو غوښتنه هم سوې چي دریمو هیوادونو ته د تګ په تمه دي.
د پاکستان حکومت تیره میاشت په یو بیان کي دریمو هیوادونو ته د تګ په تمه افغانانو ته د همدې رواني مارچ میاشتي تر پایه وخت ورکړ چي له دې هیواده ووځي.