د بشري حقونو د څار بنسټ: د ط..البانو لخوا پر ښځو بنديزونه د ښځو خپلواکي له منځه وړې

د بشري حقونو د څار بنسټ د دوشنبې په ورځ په خپل نشر سوي راپور کي ويلي دي، چي د ط..البانو له خوا پر ښځو او نجونو باندي بنديزونه لګول د افغان مېرمنو او نجونو په منځ کي بېره خپره کړې او په ښکاره ډول ئې د هغوی خپلواکي له منځه وړې ده.
د دغه بنسټ په خپاره سوي راپور کي د ط..البانو له خوا د ښځو د وروستیو نیونو په اړه ویلي چي د دې تګلاري په عملي کولو سره د هغوی حقوق تر پښو لاندي سوي دي.
د ياد بنسټ په خبره چي په افغانستان کي د ط..البانو له خوا د ښځو او نجونو ځورونه ورځ تر بلي زياتېږي، د هغوی په خبره چي ط..البان د «بې‌حجابۍ» په تور د ښځو په نیولو سره د هغوی پر مقابل کي فزیکي او رواني تاوتریخوالی کوي.
بايد وويل سي چي ط..البانو په تېره یوه اوونۍ کي په کابل ښار کي لسګونه ښځي او نجوني د بې‌حجابۍ په تور نیولې وې.