د بشري حقونو د څار سازمان د نړۍوالو غوښتي چي د افغان کډوالو شړل افغانستان ته و دروي

د بشري حقونو د څار سازمان د کابل د سقوط څلورمي کلیزي په مناسبت له نړۍوالو هیوادونو غوښتي چي افغانستان ته د کډوالو شړل بند کړي.
فرشته عباسي، چي د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان د څانګي څېړونکې ده، ویلي چي افغانستان د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم د بشري بحران سره مخ سوی او خلګ ئې په يوه سخت حالت کي ژوند کوي.
د هغې په خبره د روان کال تر پايه پوري به د دې هیواد د نیمایي زیات وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ سي.
هغې زیاته کړې، چي شړل سوي کډوال افغانستان ته د لوړې بې‌کارۍ، کمزوري روغتیایي نظام او بشري مرستو ته له کمښت سره مخ دي.