د بشري حقونو فعالان وایي، د ابوظبۍ په کمپ کې لسګونه افغان کډوال ناسمو شرایطو کي ژوند کوي

د “بشري حقونو د فعالانو” په نوم د بشري حقونو یو بنسټ ادعا کوي چي د متحده عربي اماراتو د ” ابوظبۍ بشردوستانه ښارګوټي” کي د میشتو افغان کډوالو د اوسیداني په تړاو یې داسي ویديوګاني ترلاسه کړي چي ښيي په دغه کمپ کي دېره افغانان په یو ناسم وضعیت کي ورځي شپې تیروي.

دغه بنسټ په یوه راپور کي ویلي، دغه کمپ چي د متحده عربي اماراتو د پایتخت ابو ظبۍ په صنعتي لیري پرتې سیمي کي پروت دی د ژوند د تیرولو لپاره په کښي هیڅ لومړني امکانات نسته.

د دغه بنسټ د معلوماتو له مخي اوس مهال په دغه کمپ کي د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۴۵ افغانان دیره دي.

دا شمیر افغانان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کي واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو سره سم چي د امریکا متحده ایالاتو له کابل څخه د افغانانو د تخلیې بهیر پیل کړی وو، دغه کمپ ته د سلګونو نورو افغانانو سره انتقال سوي دي او د تیرو څه باندي دریو کلنو راهیسې په دغه ځای کې ژوند کوي.