د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کي ۲۳،۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، چي ۹،۲ میلیونه یې کوچنیان دي

دغه سازمان په یوه راپور کي ویلي، چي د ښځو او نجونو پر بنسټیزو حقونو او ازادیو لګول سوي محدودیتونه یو له هغو عواملو څخه دی، چي په افغانستان کي یې د بشري وضعیت د ښه والي مخه نیولې ده.

په دغه راپور کي شخړي، ژوري بې وزلۍ، د خوراکي توکو نا خوندیتوب او خوارځواکۍ لوړه کچه، دوامداره داخلي بې ځایه کېدل، د چاودېدونکو توکو پراخه ککړتیا، پرله پسې طبیعي آفات، د ساري ناروغیو خپرېدل، د اقلیم د بدلون اغیزې، سیاسي وضعیت او ځیني نور عوامل په هیواد کي د بشري ناورين د زياتوالي عواملونو په توګه ياد سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *