د بغلان ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د بغلان ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په مرکز پلخمري ښار کي د دوو کوچنيو موټرو د ټکر له امله ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه پېښه کي درې کسان وژل سوي او پنځه نور ټپيان دي، چي ټپيان د درملني په موخه روغتون ته انتقال سوي دي.
خبرپاڼه ليکي، چي دغه ترافيکي پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.