د بغلان ولایت د اندراب ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکو او کارګرانو وروسته له هغه لاریون وکړ، چي ط..البانو د سیند په غاړو کي د سرو زرو مينځونکو ته امر کړی، چي نور دلته د کار کولو اجازه نه لرئ.
اعتراض کوونکي ادعا کوي، چي د ط..البانو ځواکونو د دوی د کار ځایونه او خیمې له منځه وړي او هغوی ته ئې د سيند د غاړي څخه د وتلو امر کړی دئ.
د دوی په خبره د بېکارۍ، اقتصادي ستونزو او درنو پورونو له امله ئې همدې کار ته مخه کړې وه او د خپلو کورنیو اړتیاوي ئې ورباندي برابرولې.
د سیمې خلګ وایي، د سرو زرو د لاسي استخراج بندېدل به د ګڼو کورنیو یوازینۍ د عاید سرچینه هم له منځه یوسي، ځکه په سیمه کي د کار نور فرصتونه نه سته.
دا په داسي حال کي ده چي د ط..البانو مشر هب.تالله اخندزاده، مخکي په یوه فرمان کي د کانونو خپلسري استخراج منع کړی او د کانونو د استخراج واک ئې یوازي د ط..البانو د کانونو وزارت او اړوندو قراردادي شرکتونو ته سپارلی دئ.
تر اوسه ط..البانو د دغو اعتراضونو او د خلګو د ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دئ ښودلی.