د بلخ چارواکو له خلکو، قومي مشران او سپین ږیرو سرو مشورتي غونډه کړې

مسوولین وایي، د دوشنبې په ورځ د بلخ ولایت مقام کي د ولسونو تر منځ د یووالي، اسلامي نظام د اهمیت، ولس ته د ا.ا خدمات او لاسته راوړنو او له ولس څخه د مشورو او ستونزو اورېدلو په موخه غونډه جوړه سوه.
د بلخ ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي د بلخ والي محمدیوسف وفا په دې غونډه کي خلکو ته ډاډ ورکړی چي د مسوولینو له خوا په هره برخه کي همکاري ورسره کیږي او د دوی ستونزو ته به رسېدنه کوي.
خپرپاڼه زیاتوي چي والي دغه راز وویل، اوس مهال بې عدالتي، قوم پرستي او سیمه ییز تعصبات ټول له منځه تللي نو ټول خلک باید د نظام د بقا لپاره په ګډه کار وکړي.
هغه له قومي مشران او سپينو ږیرو څخه غوښتي چي د ا.ا د مشرتابه فرمانونه په کتبي او شفاهي بڼه تر نورو ورسوي.
په دې غونډه کي یو شمېر کسانو ستونزي او مشورې هم شریکي کړي او چارواکو ورته د ستونزو د حل ډاډ او مشورو د عملي کولو ډاډ ورکړی.