د بلوڅ بېلتونپالو خونړی برید؛ لسګونه پاکستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

ناتایید سوي راپورونه وایي، د بلوچستان په تربت ښار کي د استشهادي بلوڅ بېلتونپالو له خوا د پاکستان د سمندري ځواکونو پر نظامي اډې باندي د تیري شپې په برید کي لسګونه پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
لومړني معلومات ښيي چي په دې برید کي تر ۳۰ پوري پاکستاني ځواکونه وژل سوي او شاوخوا ۵۰ نور ټپیان سوي دي.
د بلوڅ بېلتونپالو ویاند جیئند بلوڅ وایي، په دې برید کي د بې پیلوټه په ګډون ځیني الوتکي هم له منځه وړل سوي دي.
دغه برید تېره شپه شاوخوا لس بجې د پاکستان د سمندري ځواکونو پر دوهمه لویه پوځي اډه د څلورو تنو بلوڅ فدایانو چي د مجید لېوا اړوند وه پيل سو او شاوخوا اته ساعته یې دوام درلود.
بلوڅ ازادي غوښتونکي وایي، په بلوچستان کي به دې ته ورته نور سخت بریدونه پر پاکستاني ځواکونو دوام ولري.