وروسته له هغه چي ټيټيپي د «خندق» په نوم د پسرلني عملياتو خبر ورکړ، ځايي سرچينو ویلي، تېرو دوو ورځو کي ۶۲ بريدونه سوي چي پکښي ۳۶ پوځيان وژل سوي او تر ۳۰ زيات ټپيان دي.
هممهاله، د بلوچستان د کويټي په کراني سړک د چادوني له امله ۷ تنه پاکستاني پوځيان وژل سوي دي چي مسووليت يې ټيټيپي پر غاړه اخيستی.
بل خوا بلوڅو ازادي غوښتونکو «BLA» د بلوچستان په خضدار سيمه کي د يو ساختماني شرکت ټول وسايل سوځولي دي چي د شاوخوا پنځه میلیونه ډالرو زیان يې اړولی