د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کي یوه لویه چاودنه سوې ده.

څراغ تلوېزیون ته د کوټي څخه محلي سرچينو خبر ورکړی چي څو لحظې مخکي د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کي یوه لویه چاودنه سوې ده.
د لومړنيو معلوماتو له مخي چي یاده چاودنه د نامعلومو وسله والو له خوا په کوټه کي د پاکستان د ایف سي ځواکونو پر مرکز سوې ده.
د پاکستان امنيتي چارواکو هم یاده چاودنه تایید کړې او ویلي دي چي چاودنه د یو ځانمرګي بریدګر له خوا ترسره سوې ده چي د چاودېدونکو توکو ډک سوزکی موټر یې دایف سي مرکز په دروازه کي پټاو کړی و.

د پاکستان د امنيتي ځواکونو په خبره چي وروسته تر چاودني پنځه وسله والو د ایف سي مرکز ته د ننوتلو هڅه کوله چي د امنیتي ځواکونو له خوا وژل سوي دي.

یادي چاودني ولسي خلګو ته درنه مرګ ژوبله اړولي ده،چي تر اوسه یې په اړه دقیق معلومات نه دي نشر سوي.