د بلوچستان د کورنیو چارو د مرستیال سکرتر حمزه شفقات ويلي

د بلوچستان د کورنیو چارو د مرستیال سکرتر حمزه شفقات ويلي، چي په تېرو دوو کلونو کي تر يو ميليون زيات افغان کډوال د دغه ايالت څخه بېرته افغانستان ته ستانه سوي دي.
د هغه په خبره، چي دغه افغان کډوال ئې د پاکستان د امنيت د خونديتوب په موخه افغانستان ته اخراج کړي.
بايد وويل سي، چي د پاکستان دولت هره ورځ زرګونه افغان کډوال د خپلي خاوري څخه اخراجوي او افغانستان ته ئې لېږدوي. دغه افغان کډوال دلته په افغانستان کي د روغتیايي خدماتو، سرپناه او دې ته ورته نورو اساسي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.