د بلوچستان محکمې د موقت وخت له پاره د افغان کډوالو د ايستلو د لړۍ د درولو پرېکړه کړې

د پاکستان رسنيو د چهار شنبې په ورځ په نشر سوي راپور کي ويلي، چي د بلوچستان محکمې د افغان کډوالو اړوند هغه عريضه منلې، چي په کښي ويل سوي، چي په موقت ډول د بلوچستان څخه د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ و دروي.
په عريضه کي ويل سوي، چي اوس مهال يو شمېر د افغان کډوالو کوچنيان او ځوانان د دغه ايالت په ښوونځيو کي درسونه وايي که افغانستان ته ولاړ سي د زده کړو څخه بې برخي کېږي.
په عريضه کي دغه راز ويل سوي، چي هغه کسان چي د پاکستانيانو سره ئې ودونه کړي، هغوی ته بايد د قانون له مخي د پاکستان تابعيت ورکول سي.
د پاکستان د بلوچستان ايالت محکمې د افغان کډوالو په اړه دغه عريضه منلې او امر ئې کړی، چي د دغه ايالت څخه په جبري ډول د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ دي ودرول سي.