د بلوچستان په بېلابېلو ښارونو او ولسوالیو کي د بلوڅانو د یووالي کمېټې په غوښتنه عمومي اعتصاب سوی، چي له امله ئې ګڼ بازارونه او سوداګریز مرکزونه تړل سوي دي.
دغه احتجاجي اقدام وروسته له هغه ترسره کېږي چي یوې محکمې ماهرنګ بلوڅ او د هغې د یو ملګري له پاره د عمر بند سزا اعلان کړه.
د راپورونو له مخي په کوټه، ګوادر، پنجګور، خضدار او یو شمېر نورو سیمو کي کاروباري فعالیتونه درېدلي دي.
په ورته وخت کي ځینو سیاسي او بشري حقونو فعالانو د یادي قضیې په اړه اندېښنه ښودلې او د عدالت د بهیر د روڼتیا غوښتنه ئې کړې ده.