د بلوچستان په نوشکي کي ۱۱ کسان وژل سوي او ۵ ټپيان دي

راپورونه وايي، د بلوچستان په نوشکي کي د ناڅرګنده وسله والو له خوا د ډزو په دوو جلا جلا پیښو کي ۱۱ کسان وژل سوي او پنځه نور ټپيان سوي دي.
ځايي مسوولینو ویلي، دا پیښي تیره شپه رامنځ ته سوي دي.
ویل کیږي، لومړۍ پېښه له نوشکي ښاره یو کيلومټر لیري د سلطان چړايي په سیمه کي هغه وخت سوې چي یو شمېر وسله والو له مسافر وړونکو بسونو او موټرونو څخه خلک کښته کړي او بیا یې نهه تنه وژلي دي.
وژل سوي کسان د پنجاب اوسېدونکي دي او له ایران سره پر پوله پروت سرحدي ښارګوټي تفتان پر لور روان وه.
ویل کیږي د دې پيښي پر مهال وسله والو سړک بند کړی وو او وروسته د جمعیت علما اسلام ګوند اړوند یو موټر پر دغه لاره راغلی او له وسله والو څخه یې د تیښتي هڅه کړي خو وسله والو ډزې ورباندي کړي.
په دې پېښه کي ۲ تنه وژل سوي او پنځه نور ټپيان سوي دي.
تر اوسه د دې پیښو مسوولیت چا نه دی منلی خو تر دې مخکي د داسي پیښو مسوولیت اکثره وخت بلوڅ خپلواکي غوښتونکو منلی دی.