د بلوچستان په ږوب کي ۱ پوځی افسر او ۳ مشکوک وسلوال وژل سوي دي

راپورونه وایي، د بلوچستان په ږوب کي له وسله والو سره په نښته کي یو پوځي افسر وژل سوی دی.
پاکستاني چارواکو ويلي دي چي امنيتي ځواکونو په سمبازه سيمه کي د وسله والو پر پټنځايونو د عملیاتو پرمهال درې وسلوال وژلي دي.
د چارواکو په وینا، د وسله والو سره د نښتې پر مهال د پوځ يو مېجر بابر خان هم وژل سوی.
پاکستانی پوځ وايي، له وسله والو څخه د سيمي پاکولو عملیات دوام لري، خو دا يې نه دي ويلي چي وژل سوي مشکوک وسله وال څوک وه او نه هم تر اوسه کومي وسله والي ډلي په دې اړه څه ويلي دي.
په دې وروستیو کي په بلوچستان او خيبر پښتونخوا کي د وسله والو او پاکستاني ځواکونو ترمینځ پر يو بل د بريدونو ادعاوي زياتي سوي دي.
له دې پيښي وړاندي د مې پر ۱۱مه د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کي د وسله والو په بريد کي پينځه پاکستاني نظامیان وژل سوي او څلور نور ټپیان سوي وه.
په بلوچستان کي تر ډېره د پاکستاني نظامیانو سره بلوڅ بېلتون جنګیږي چي اوس یې پر پاکستاني ځواکونو ډله ییز ځانمرګي بریدونه هم زیات کړي.