د بنو د امن په پاڅون کي يو شمېر د پاڅون ګډونوال د پاکستان پوځ نيولي

د خېبر پښتونخوا د بنو په ولسوالۍ کي د امن د پاڅون تنظيمونکي د پاکستان پوځ نيولي او د ځان سره ئې بيولي دي.
د پاکستان د پوځ له خوا د نن ورځي د امن په پاڅون کي د پي ټي ايم غړي ګرون وزيري، لطيف وزيري، ريحان پښتون، سفير جانان او يو شمېر نور کسان نيولي دي.
باید وويل سي، چي د پاکستان د پوځ په مقابل کي ولسي خلګو پراخ پاڅونونه پيل کړي او د پاکستان د پوځ له خوا پر پښتنو د روانو ظلمونو د ختمولو غوښتنه کوي.