د بنګله دېش د هوايي ځواک د الوتکې د لوېدو له امله ۲۷ کسان وژل سوي

د رويترز د خبر له مخي د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کي تېره ورځ د هوايي ځواک یوې روزنیزي الوتکي د سقوط له امله ۲۷ تنه، چي په کښي کوچنيان هم شامل دي وژل سوي دي.
چارواکو ویلي چي د پېښه د کورمیتولا هوايي اډې ته نژدې رامنځ ته سوې او د الوتکي پیلوټ هم وژل سوی دئ.
رويترز دغه راز په نشر سوي خبر کي ويلي، چي د دغي الوتکي د لوېدو له امله ۸۸ نور کسان ټپيان سوي دي.
بايد وويل سي، چي د بنګله دېش حکومت د دغي پېښي له امله په ټول هيواد کي ملي ماتم اعلان کړی دئ.