د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي د اسلامي همکاریو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کي د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل سویو شتمنو د ازادولو غوښتنه کړې

هغه پرون ناوخته د اسلامي همکاریو سازمان غونډي ته چي د کامیرون په پلازمېنه یاوندي کي جوړه سوې وویل، ټول هیوادونه باید د افغانستان د مرکزي بانک د ټولو شتمنیو د ازادولو او له افغانستان څخه د اقتصادي او د طالبانو له مشرانو څخه د سفري بندیزونو د لیري کولو لپاره هڅي وکړي.

متقي وویل، د شتمنیو کنګل‌ کېدو د بانک چاري، اقتصادي وده، سیمه‌ ییزه سوداګري او اړیکي له خنډ سره مخ کړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کي پر افغانستان د طالبانو په بیا واکمنېدو امریکا د افغانستان بانک شاوخوا اووه میلیارد ډالره پانګه کنګل کړه.

د دې پیسو له ډلي نیمایي اوس په سویس کي د امانت صندوق ته سپارل سوي، چي یو بورډ یې په سر څار لري.