د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال: څه باندي دوې میاشتي وسوې چي پاکستان د افغان سوادګرو پر مخ د ټرانزیټ ټولي لاري تړلي دي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی وايي، څه باندي دوې میاشتي وسوې چي پاکستان د افغان سوادګرو پر مخ د ټرانزیټ ټولي لاري تړلي دي.

عباس ستانکزي دا څرګندوني پرون په کابل کي په یوې ناسته کي کړي دي.

نوموړي ويلي، د افغانستان سبزیجات، مېوې او هیڅ توکي ته لار نه ورکول کیږي او که چېري لار ورکړي، له تورخم څخه نیولې تر واګه بندر پوري که پولیس دي او که عسکر دي، ټول غله دي او له سوادګرو غلاوې کوي.

د ښاغلي ستانکزي په خبره، دا کار نه د افغان سوادګرو او نه هم د پاکستان د حکومت په ګټه دی.

ډېره موده کېږي، چي د تورخم لویه لار د سوادګریزو توکو د لېږد رالېږد پر مخ تړل سوې چي له کبله یې افغان سوداګرو او بزګرانو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *