د بیل ګېټس خیریه بنسټ ویلي، چي بیل ګېټس د جیفري اپسټین سره د خپلو اړيکو مسؤليت منلی دئ او د يادي اړيکو په اړه ئې د خپل بنسټ کارکوونکو ته وضاحت ورکړی.
د نړۍ مشهوره شتمن او د مایکروسافټ شرکت بنسټګر ګېټس په يوه غونډه کي خپل کاروکوونکو ته ویلي چي له اپسټین سره د وخت تېرول یوه تېروتنه وه؛ خو ټینګار ئې کړی چي هېڅکله ئې د اپسټين له خوا د قرباني سوو ماشومانو سره اړیکي نه دي لرلي او کوم غیر قانوني کار ئې نه دئ ترسره کړی.
هغه همدارنګه له خپلو کارکوونکو بخښه غوښتې چي د دې تېروتني له امله ښايي نور کسان هم اغېزمن سوي وي. هغه ويلي، چي يوازي ئې د روسیې د دوو ښځو سره اړيکي درلودي او په هغه موضوع جیفري اپسټین هم خبر سوی و؛ خو په وينا ئې چي غیر قانوني کړنه ئې نه ده ترسره کړې.
د راپورنو پر بنسټ ګېټس د اپسټین سره د ملاقاتونو پیل په ۲۰۱۱ کال کي وکړ، څو کاله وروسته له دې چي اپسټین د نابالغو د ځوروني په تور مجرم ګرځول سوی و. هغه وویل چي د اپسټین سره ئې یوازي د غونډو او ډوډۍ له پاره لیدني درلودې او هېڅکله په اپسټین جزیره کي پاته سوی نه دئ.
بېل ګېټس د اپسټین د دوسیو د خپرېدو وروسته د خپلي سابقې د وضاحت له پاره غونډه وکړه او ټینګار ئې وکړ، چي د اپسټین د غیر قانوني فعالیتونو سره هېڅ تړاو نه لري او بنسټ ئې هم له هغه سره هیڅ مالي اړیکه نه درلودل.
د یادونې وړ ده، چي بیل ګېټس او میرمنې ئې ملیندا فرینچ ګېټس په ۲۰۲۱ کال کي تر ۲۷ کاله ګډ ژوند کولو وروسته له يو بل سره جلا سول.