د بې پولي خبريالانو سازمان وايي ۲۰۲۵ کال کي په ټوله نړۍ کي د بيان ازادي ځپل سوې

د بې پولي خبريالانو سازمان په خپل وروستي خپاره سوي راپور کي ويلي دي، چي روان کال په ټوله نړۍ کي د بیان ازادي تر ټولو ډېره ځپل سوې او د ارزول سوو ۱۸۰ هيوادونو له ډلي په ۱۶۰ هيوادونو کي رسنۍ د مالي سرچینو په ترلاسه کولو کي له جدي ستونزو سره مخ دي.
دغه راز، په راپور کي ويل سوي، چي د امریکا، ارجنټاین او تانزانیا په ګډون د نړۍ په ډېری هيوادونو کي رسنۍ د مالي سرچینو کمښت له امله له ستونزو سره مخ دي او د افغانستان ایران، میانمار، سوډان او اذربایجان په ګډون ۳۴ هيوادونو کي د مالي سرچینو نشتون ګڼ شمېر رسنۍ بندېدو او خبریالان ئې د هيواد پرېښودو ته اړ کړي دي.
د بې پولي خبريالانو سازمان دغه را پور پر داسي مهال ورکوي، چي افغانستان کي د ط…البان له راتګ سره سم زيات شمېر رسنۍ و تړل سوې او په زرګونه خبريالان د افغانستان څخه بهرنيو هيوادونو ته مهاجر سول.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *