د بې پولي خبريالانو سازمان ويلي، چي د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د جګړې له امله په دغه هيواد کي د افغان خبريالانو ژوند لا سخت سوی.
ياد سازمان ويلي، هغه خبريالان چي د ط..البانو د بياواکمنۍ سره سم ئې په پاکستان کي پناه اخيستې اوس د نيولو او شړلو د ګواښ سره مخ دي.
ياد سازمان له پاکستان څخه غوښتي، چي د افغان خبريالانو د نيولو څخه ډډه وکړي او د هغوی د خوندي ساتلو له پاره دي اقدام وکړي.