د هېواد په روغتيايي انسټيټيوټونو کي د ښځو او نجونو پر زده کړي د وروستي بندیز په غبرګون کي، د بې پولي ډاکټرانو سازمان ویلي چي دا بندیز د ښځو د روغتیایي خدماتو راتلونکي لپاره «ګواښ» دی.
دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کي ویلي، که څه هم اوس مهال په افغانستان کي د ښځینه او نارینه روغتونونو د جلاوالي له امله د ښځینه روغتیايي کارکوونکو شمېر کم دی؛ خو نوی بندیز باکیفیته روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نور هم محدودوي او راتلونکي ته یې «جدی خطرونه» پېښوي.
چارواکو د تېري اونۍ په پيل کي د یوه نوي فرمان له مخي ټول روغتيايي او نيمه عالي انسټيټيوټونه د نجونو پر مخ وتړل.
د راپورنو له مخي د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د دوشنبې په ورځ په کابل کي د روغتیايي بنسټونو له مسوولینو سره په کتنه کي اعلان وکړ چي له دې وروسته به په دغو ښوونیزو بنسټونو کي نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.