د تاجکستان د ملي امنيت ادارې په رسمي ډول تائيد کړې

د تاجکستان د ملي امنيت ادارې په رسمي ډول تائيد کړې، چي يوشمېر افغان کډوال ئې د درنو جرمونو په تور له دغه هيواد څخه اخراج کړي دي.
يادي ادارې ويلي، چي د افغانانو په منځ کي ئې له ترهګرو ډلو سره د اړیکو په تور ۲۲پېښي، د جنسي تیري ۱۵، د جعلي اسنادو ۵۹۴ او د تاجکستان د امنیت ضد ۲۵ پېښي ئې ثبت کړي وې او همدې ستونزو ته په کتلو ئې يو شمېر افغان کډوال ايستلي دي.
د هغوی په وينا چي ياد افغانان ئې د تاجکستان د امنيت د خونديتوب په سبب کابل ته اخراج کړي دي.

بايد وويل سي، چي څه موده وړاندي د تاجکستان حکومت ۲۵۰ افغان کډوال نيولي وو او وروسته ئې کابل ته اخراج کړي وو.