د تاجکستان پوليسو خبر ورکړی، چي د روان ميلادي کال په اولو شپږو مياشتو کي ئې د افغانستان سره پر پوله نژدې ۱۷ افغان قاچاقبران وژلي دي.
د پوليسو په وينا چي په دغه موده کي ئې ۱۸ نور قاچاقبران ژوندي نيولي دي.
د تاجکستان د پوليسو په خبره چي يو ټن او ۵۱۳ کيلوګرامه نشه يي توکي ئې هم نيولي او ضبط کړي دي.
دا په داسي حال کي ده، چي د تاجکستان پوليس د افغانستان سره پر پوله هروخت د نشه يي توکو د قاچاق او نيول کېدو خبر ورکوي.