د تحریر شام پلاوي مشر ابومحمد الجولاني ویلي چي اسراییل په ښکاره ډول د سوریې له پولو ور تېر سوي او دغه کار یې په سیمه کي نورو نښتو ته لاره هواره وي

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چي الجولاني دا خبره پرون کړې او زیاته کړې یې ده چي پر سوریې د اسراییلو د برید لپاره وړاندي سوي دلایل هم د توجیه وړ نه‌دي.
د تحریر شام پلاوي مشر ټینګار کړی چي د سوریې ښکېل اړخونه له جګړې ستړي دي او په دغه هیواد کي یوې بلي نښتي ته اجازه نه ورکوي.
دا په داسي حال کي ده چي اسراییلو د بشارالاسد حکومت له پرځېدو وروسته د سوریې پر بېلابېلو نظامي مرکزونو ګڼ‌شمېر بریدونه کړي او د راپورونو له مخي، د دغه هیواد نظامي تجهیزات او د هوايي دفاع سېسټمونه یې له منځه وړي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش هم پرون د سوریې د حاکمیت او ارضي تمامیت نقض د اندېښنې وړ وبلی.