د تخار په مرکز تالقانو ښار کي د لومړي ځل لپاره د ۴۰ پهلوانانو ترمنځ د وزلوبې یا( بزکشي) سیالۍ پای ته ورسېدې

د یاد ولایت د بدني روزني او سپورټ آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز تالقانو ښار کي د وزلوبي د لاپرمختګ لپاره د ۴۰ پهلوانانو ترمنځ د وزلوبي سیالۍ، چي یوه میاشت مخکي پیل سوي وې پای ته ورسېدې.

مسوولین وایي، چي یادي سیالۍ هر کال په دغه ولایت کي د بېلابېلو پهلوانانو ترمنځ جوړیږي چي موخه یې د یادي لوبي ژوندۍ ساتل او یادي لوبي ته د ځوانانو هڅول ښودل سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *