د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز له پرانستو وروسته، یوشمېر افغانان وايي، د ازبکستان ترمذ ښار ته له ویزې پرته سفر کول او له دغه مارکېټ څخه شیان رانیول د دوی لپاره بې‌ساري تجربه وه

دوی د دغه بازار پرانیستل د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ د ودي لپاره یو مثبت ګام بولي.

شاوخوا شپږ اوونۍ وړاندي د روان کال د وږي میاشتي په لومړیو کي د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز د اسلامي امارت او د ازبکستاني چارواکو په حضور کي په رسمي ډول پرانیستل سو.

د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یاد مرکز د پرانيستو پر مهال وويل، د دغه مرکز پرانيستل د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزي اړیکي او کاري فرصتونه پراخوي.

د افغانستان او ازبکستان په پولو کي د ازادي سوداګرۍ حوزې د جوړولو په برخه کي د تېر جمهوري نظام پر مهال یو هوکړه لیک لاسلیک سوی و، خو دغه مرکز اووه کاله وروسته پرانیستل سو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *