د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر : په افغانستان کي تر ۱.۵ میلیاردو ډالرو زیاته پانګونه کوي

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف وايي چي هیواد یې له افغانستان سره په ګډو زیربنایي پروژو کي تر ۱.۵ میلیاردو ډالرو زیاته پانګونه کوي.

هغه زیاته کړه چي دا پانګونه له افغانستان سره د سیاسي، اقتصادي او ټرانسپورټي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ترکمنستان د پراخې ستراتیژۍ یوه برخه ده.

مرادوف د هند، پاکستان، نړیوال بانک او اسیایي پراختیایي بانک په ګډون د هیواد په سیمه ییزو شریکانو هم ږغ کړی چي د ترکمنستان- افغانستان- پاکستان- هند د ګازو په پایپ لاین (TAPI) کي پانګونه وکړي.

په دې غونډه کي د چین او هند سفیرانو، د اسیايي پراختیایي بانک او ملګرو ملتونو استازو ګډون کړی وو او د دغو ګډو پروژو د پلي کولو د دوام ملاتړ یې وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *