د ترکيې امنيتي ځواکونو اعلان کړی، چي د ادرنه ښار ته نژدې ئې ۱۸ تنه افغان کډوال هغه مهال نيولي، چي غوښتل ئې د ځمکنۍ لاري اروپا ته په ناقانونه توګه واوړي.
د ترکيې د سرحدي ځواکونو په وينا، دغه کسان د ځانګړو عملياتو پر مهال نيول سوي. چارواکو ويلي، له لومړنيو اداري چارو وروسته نيول سوي کسان د کډوالۍ اړوندو مرکزونو ته سپارل سوي، څو د بېرته ستنولو قانوني بهير ورباندي عملي سي.
پوليسو زياته کړې، چي د ناقانونه کډوالۍ او د انساني قاچاق د شبکو پر ضد عمليات به په سرحدي سيمو کي په دوامداره توګه روان وي.