د ترکيې د ترانسپورټ وزارت د پنج شنبې په ورځ اعلان کړی، چي په تور سمندرګي کي استانبول ته نژدې د تېلو پر هغه کښتۍ چي د بهرني بيرغ لاندي ئې سفر کوی، د بې پيلوټه الوتکي بريد سوی.
د یاد وزارت په وینا چي دغه کښتۍ د ترکيې له خوا اداره کېدل، چي تر بريد لاندي راغلې.
د دغه وزارت په وينا چي په دغه کښتۍ کي ۲۷ تنه ترکي کارکوونکي هم موجود ول؛ خو د مرګ ژوبلي په اړه ئې نور معلومات نه دي ورکړي.
د ترکيې د ترانسپورټ وزارت د دغي پېښي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.