د ترکيې رسنيو راپور ورکړی، چي د دغه هيواد د انتاليا ښار په سواحلو کي يوه کښتۍ چپه سوې، چي له امله ئې ۱۴ افغان کډوال وژل سوي دي.
په راپور کي ويل سوي، چي په وژل سوو کسانو کي شپږ ماشومان هم شامل دي.
د ترکيې پوليسو رسنيو ته ويلي، چي په ياده پېښه کي د احتمالي نادرکه سوو کسانو د موندلو عملیات روان دي.
پوليس ويلي، چي شپږ کسان ئې د انساني قاچاق په تور هم په دغه ولايت کي نیولي دي.