د ترکيې رسنیو راپور ورکړی

د ترکيې رسنیو راپور ورکړی، چي د ط.. البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير مولوي عبدالکبیر او په کابل کي د ترکیې د سفارت د شارژدافیر سادن اییلدیز ترمنځ په لیدنه کي ویل سوي، چي ترکیې د مالدارۍ په برخه کي ۲۰ زره افغانانو ته د کار ویزې ورکړي دي.
د راپورونو له مخي، دواړو لورو د افغان کډوالو ستونزو، بشري مرستو او سیمه‌ییز اتصال په اړه خبري کړي دي.
د ترکيې لوري ویلي، چي افغانستان د دوی له پاره ځانګړی اهمیت لري او انقره د یوه باثباته او پر ځان بسیا افغانستان ملاتړ کوي.