د ترکيې پوليسو اعلان کړی، چي په بايبورت او شېرناک سيمه کي ئې ۱۵ تنه ناقانونه افغان کډوال نيولي.
د پوليسو په وينا چي دغه افغان کډوالو په ترکيه کي د اوسېدلو قانوني اسناد نه درلودل او په قاچاقي ډول دغه هيواد ته داخل سوي وو، چي د پوليسو له خوا نيول سوي.
د ترکيې د پوليسو په خبره چي د دغي موضوع په تړاو ئې درې انساني قاچاق کوونکي هم نيولي دي، چي اوس تر څېړنو لاندي.