د ترکيې پوليسو خبر ورکړی، چي د دغه هيواد په توکات او بولو ښارونو کي ۱۸ تنه هغه افغان کډوال نيولي، چي په غير قانوني ډول دغه هيواد ته داخل سوي وو.
د پوليسو په وينا چي ۱۳ تنه افغان کډوال ئې په توکات ښار او ۵ تنه ئې په بولو ښار کي نيولي دي، چي تر نيول کېدو وروسته ئې دغه افغان کډوال کمپونو ته انتقال کړي، چي وروسته به ئې افغانستان ته اخراج کړي.
پوليسو ويلي چي د دغه موضوع په تړاو ئې ۶ تنه هغه کسان هم نيولي چي انساني قاچاق ئې کوی.
بايد وويل سي چي د ترکيې دولت په ۲۰۲۵ ميلادي کال کي ۴۲ زره افغان کډوال نيولي وو، چي په غير قانوني ډول دغه هيواد ته داخل سوي وو.