د ترکيې پوليسو خبر ورکړی، چي د سې شنبې په ورځ په چانکري ښار کي ئې ۷۵ تنه هغه افغان کډوال نيولي، چي په قاچاقي ډول دغه هيواد ته داخل سوي وو.
د پوليسو په وينا چي دغه افغان کډوال په يوه باروړونکي موټر کي انتقالېدل چي پوليسو نيولي.
دغه راز د ترکيې پوليسو ويلي، چي په شېرناک ښار کي ئې هم ۱۹ تنه افغان کډوال نيولي، چي په غيرقانوني ډول دغه هيواد ته داخل سوي وو.
د پوليسو په وينا چي نيول سوي افغان کډوال ئې د کډوالو کمپ ته انتقال کړي، چي تر ثبت او راجستر وروسته به ئې افغانستان ته اخراج کړي.