د ترکيې پوليسو ويلي، چي د دغه هيواد په کارس ښار کي ئې ۲۳ تنه هغه افغان کډوال نيولي، چي په ناقانونه ډول دغه هيواد ته داخل سوي وو.
د پوليسو په وينا چي دغه افغان کډوال د پوليسو د پلټنو پر مهال نيول سوي او وروسته د کډوالو کمپ ته لېږدول سوي، چي تر څېړنو وروسته به افغانستان ته اخراج سي.
د يادوني وړ ده، چي د ترکيې پوليسو د روان ميلادي کال له پيل څخه تر دې دمه پوري ۷۷۸۱ افغان کډوال نيولي، چي په ناقانونه ډول ترکيې ته داخل سوي وو.