د ترکيې پوليسو په چاناک کلا کي ۲۴ افغانان نيولي چي په قاچاقي ډول اروپا ته تلل

د ترکيې پوليسو ويلي چي د دغه هيواد په چاناک کلا ولايت کي د آیواجیک په ساحل کي ۲۴ تنه هغه افغان کډوال نيولي چي غوښتل ئې په ناقانونه توګه اروپا ته ولاړ سي.
د ترکيې پوليسو ويلي، چي په دغه نيول سوو افغان کډوالو کي ۱۵ تنه کوچنيان او مېرمني هم شاملي دي، چي تر نيول کېدو وروسته د کډوالو د ساتلو کمپ ته انتقال سوي دي.
باید وويل سي چي د ط..البانو د‌بيا واکمنېدو راهيسي ځوانان د بېکارۍ له امله مجبوره کېږي، چي پر غيري قانوني، سختو او قاچاقي لارو باندي بهرنيو هيوادونو ته سفر وکړي.